چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

له سرپرست حکومت سره د تعامل له لارې د اقتصادي بحران حل یوازینۍ لار ده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 15, 2024
in تبصرې
0
له سرپرست حکومت سره د تعامل له لارې د اقتصادي بحران حل یوازینۍ لار ده
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په تېرو څو کلونو کې افغانستان د ګڼو ننګونو او کړکېچونو سره مخامخ شوی دی، چې په ترڅ کې یې د افغانانو ژوند تر بل هر وخت زیات له ستونزو او کړاوونو ډک شوی دی. نړیوالې ټولنې که څه هم په افغانستان کې له بیلابیلو سیاسي او ټولنیزو تحولاتو وروسته خپلې مرستې کمې کړې، خو دا مسئله یوازې د افغانانو د کړاوونو زیاتېدو او د اقتصادي وضعیت د لا خرابېدو لامل شوې ده.
په اوسني وضعیت کې اړینه ده چې نړیواله ټولنه د افغان سرپرست حکومت سره خپل تعامل ته دوام ورکړي، د خبرو له لارې ستونزې حل کړي او د افغانستان د کنګل شوې پانګې د آزادېدو لپاره ګټور ګامونه پورته کړي. دا حقیقت باید ومنل شي چې د پانګې کنګلول کیدو یوازې د افغانانو اقتصادي ستونزې زیاتې کړي دي، او د بېکارۍ او غربت کچه یې په بې ساري توګه لوړه کړې ده.
د افغانستان اقتصاد له کلونو راهیسې له نړیوالو مرستو سره تړلی و، خو د دغو مرستو بندیدو د میلیونونو افغانانو ژوند ته جدي ګواښ پېښ کړی دی. د بېکارۍ لوړې کچې، د خوراکي توکو د بیو زیاتوالي، او د روغتیايي خدماتو د کمښت له امله د خلکو ژوند له سختیو ډک شوی دی. له همدې امله د افغانستان د کنګل شوې پانګې آزادول به د هېواد په اقتصادي وضعیت کې د پام وړ بدلون راولي.
نړیواله ټولنه باید په دې حساس وخت کې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره له افغان سرپرست حکومت سره تعامل وکړي. د اقتصادي همکاریو د پراختیا له لارې د افغانانو ژوند ښه کېدی شي، او د بېکارۍ کچه به په تدریجي ډول کمه شي. نړیوالې سوداګرۍ ته د لارې هوارول، د کرنې، انرژۍ، او زیربناوو په برخو کې پانګونې ته تشویق کول، او د افغان سوداګرو ملاتړ کول هغه لارې دي چې له لارې یې افغانستان کولای شي خپل اقتصاد بېرته را ژوندی کړي.
د افغان سرپرست حکومت مسؤلیت هم دی چې د نړیوالو معیارونو په رعایتولو سره له نړیوالې ټولنې سره مثبت تعامل وکړي، شفافه اداره رامنځته کړي او د ټولنیزو او اقتصادي پرمختګونو لپاره جدي ګامونه واخلي. دا به په نړیواله ټولنه کې د باور فضا رامنځته کړي او د مرستو او همکاریو نوی فصل به پرانیزي.
په دې حساسو شرایطو کې، د خبرو اترو د لارې د ستونزو هوارول او د افغانستان د کنګل شوې پانګې آزادول به د هېواد د اقتصادي رغونې او پرمختګ لپاره بنسټیز ګام وي. نړیواله ټولنه باید دا درک کړي چې یوازې د تعامل له لارې د افغانستان ستونزې حل کېدای شي، او له انزوا سره د هېواد پریښودل به یوازې د کړاوونو دوام ته لار هواره کړي. د اقتصادي پرمختګ لپاره یو واحد، ګډ، او د باور پر بنسټ دریځ اړین دی، تر څو د افغانستان راتلونکی له روان اقتصادي بحران څخه وژغورل شي.
په دې لړ کې، د نړیوالې ټولنې او افغان سرپرست حکومت تر منځ د باور فضا رامنځته کول اړین دي. د متقابل درناوي او اقتصادي همکاریو له لارې کولای شو د افغانانو ژوند ښه کړو او د یو پرمختللي او باثباته افغانستان پر لور پرمختګ وکړو.

Previous Post

هېواد کې د ناوړه رواجونو د مخنیوي په موخه کړنلاره تصویب شوه

Next Post

په ۷۲ ساعتونو کې له ایرانه نږدې دوه زره افغان کډوال ایستل شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
په ۷۲ ساعتونو کې له ایرانه نږدې دوه زره افغان کډوال ایستل شوي

په ۷۲ ساعتونو کې له ایرانه نږدې دوه زره افغان کډوال ایستل شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ازبکستان یو وار بیا؛ پر افغانستان د برېښنا قطع کولو ګواښ کړی دی

ازبکستان یو وار بیا؛ پر افغانستان د برېښنا قطع کولو ګواښ کړی دی

اپریل 25, 2020
سوله او سیمه ییز اتصال؛ د افغانستان په ګډون نوې څلور اړخیزه ډله رامنځته شوې ده

سوله او سیمه ییز اتصال؛ د افغانستان په ګډون نوې څلور اړخیزه ډله رامنځته شوې ده

جولای 17, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved