اقتصادي کمیسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، د سرپرست حکومت د رهبر په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون ځانګړې غونډه وشوه چې پکې څه باندې ۱۰ بېلابېلې پرېکړې وشوې. په دغه غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ښاري پلان لمخې دې خلکو ته پخپلو شخصي ځمکو کې ودانیزې چارې اسانې شي. د یوې بلې پرېکړې لمخې اقتصادي کمیسیون ته دنده وسپارل شوه چې په لویو لارو کې پر دولتي ځمکو ښځو او سړو لپاره جوماتونه، اودس ځایونه، هوټلونه، تیل ټانکونه او د مسافرو د اړتیا وړ ځایونه ودان کړي. په دغه ځانګړې غونډه کې د برېښنا، کانونو، غصب شویو ځمکو، روغتیا او ګڼو نورو مسایلو په اړه هم مهمې پرېکړې وشوې.












