د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د ډسمبر په ۱۷مه نېټه په يوه خبري ناسته کې ويلي، چې چين له ويزې پرته د سفر اصلاح شوې تګلاره يې اعلان کړې او چین ته د بهرنیو د سفر هرکلی کوي.
نوموړي زياته کړه، چين په دې وروستيو کې له ۲۶ هېوادونو سره له ويزې پرته د خلکو د متقابل تګ راتګ تګلاره پلې کړې، د ۳۸ هېوادونو د اتباعو پرمخ يې په يو اړخيزه توګه له ويزې پرته چين ته د سفر تګلاره پلې کړې، د ۵۴ هېوادونو د اتباعو پرمخ يې له ټرانزيټي ويزې پرته چین کې پاتې کېدو تګلاره پلې کړې او له ۱۵۷ هېوادونو او سيمو سره يې له ويزې پرته د خلکو د متقابل تګ راتګ تړونونه لاسليک کړي دي.
نوموړي زياته کړه، چين د ډسمبر په ۱۷مه نېټه دغه هېواد ته له ويزې پرته د سفر نوې تګلاره اعلان کړې، چې له مخې يې بهرنيان که چېرته د چين له لارې درېيم هېواد او سيمې ته لاړ شي، له ويزې پرته چين ته ننوتلی شي او د ټاکلو سيمو په حدودو کې د ۲۴۰ ساعتونو يعنې ۱۰ ورځو لپاره په چین کې پاتې کېدای شي. بر سېره پر دې، چين ته د بهرنيو سيلانيانو د ننوتلو لپاره نور ۲۱ بندرونه پرانيستل شوي او بهرنيان کولای شي ټاکلو سيمو ته سفر وکړي.
































