د پښتونخوا وتلی سیاستوال او د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو وایي د پاکستان ثبات د افغانستان د سولې او پخلاینې له مسئلې سره تړلی دی. دده په وینا پاکستان ته په کار ده چې په صادقانه توګه د افغانستان د سولې له بهیر سره همکاري وکړي او له افغانستان سره دولت په دولت اړیکو ته ارزښت ورکړي. دده په خبره ددواړو هېوادونو ترمنځ باید اړیکې سمې شي او اسلام اباد باید د سیمې د امنیت او پرمختګ لپاره د افغانستان د سولې په پروسه کې صادقانه او لا ډېره مرسته وکړي. نوموړي د افغانستان سوله د ټولې سیمې لپاره مهمه بللې ده خو په ځانګړې توګه وایي چې د افغانستان د نا امنۍ په صورت کې پاکستان ته هېڅ وخت امنیت نه شي راتللی.
































