د کاپیسا ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په البیروني پوهنتون کې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲ پروژو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره د دې پروژو د پیلېدو چارې د خوړو نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ پیل شوې دي. د مالوماتو له مخې دغه پروژې په ۵ جریبه ځمکه کې پلې کېږي، چې په کې د کرنیز فارم جوړولو او د یاد فارم لپاره د ۵۰۰ متر مکعب د اوبو ذخیره، احاطوي دېوال او د ساتونکو لپاره د یوې خونې د جوړولو چارې شاملې دي. د یادولو وړ ده، چې په دغه پروژه کې به د سیمې ۲۶۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.












