په تېر ۲۰۲۴م کال کې د نړۍ په ډېرو ځایونو کې شخړې او جنجالونه رامنځته شوي دي. ایا نړۍ به په ۲۰۲۵م کې ښه وي او څنګه به چین د نړۍ د ترټولو لوی پرمختللی هېواد په توګه نړۍ ته دوامدارې مثبتې انرژۍ ورکړي؟
موږ د چین د دولت رئیس شي جین پینګ لخوا د ۲۰۲۵م کال د نوي کال پیغام له لارې په تېر یو کال کې د چین غیر معمولي پرمختګونه لیدلي او د چین باور او هغه روحیه احساسوو چې له خطرونو نه ویریږي او پر خپلو اهدافو متمرکز پاتې کیږي. دا ډول اعتماد او باور په ژمي کې د ګرم لمر په څېر نړۍ ته تودوخه راوړي.
چینایان اکثرا وايي، باور له سرو زرو څخه ډېر ارزښت لري. باور د چين د اقتصادي پرمختګ له قوي انعطاف څخه منځ ته راځي. چين په تېر ۲۰۲۴م کال کې په کور دننه او بهر له سخت او پېچلي چاپېريال سره مخامخ دی او يو لړ تګلارې يې پلې کړې چې له امله يې اقتصادي پرمختګ او ښه والی رامنځته شوی دی. د اټکل له مخې، په تېر کال کې د چین د کورنیو تولیداتو عمومي ارزښت له ۱۳۰ ټريليونو يوانو څخه زيات شوی دی. کورني او بهرني سازمانونه په دې باور دي چې چين به په سلو کې پنځه اعشاريه پنځه سلنه د اقتصادي پرمختګ هدف پوره کړي. دا ډول اقتصادي وده به د نړۍ عمده اقتصادونه رهبري کړي.
د چین باور د دغه هېواد د اقتصاد له نوي ځواک څخه راځي. په تېر کال کې د “لوړ کيفيت لرونکی پرمختګ” او “نوي کيفيت لرونکي توليدی ځواک” د چين د اقتصادي پرمختګ د څارلو لپاره د بهرنيانو لپاره د پام وړ او مهمې کلمې ګرځېدلې دي. په تېر کال کې په چین کې د نوې انرژۍ موټرو د تولید کلنۍ اندازه د لومړي ځل لپاره له ۱۰ میلیونو عرادو څخه ډېره شوې ده او د مصنوعي ځیرکتیا او کوانټم مخابراتو په شمول ځينو برخو کې نوې لاسته راوړنې موندل شوې دي. د څېړونکو په اند، د چين د خپلواکو نوښتونو د توان په پرله پسې توګه لوړتیا به نه يوازې د اقتصادي پرمختګ د کيفيت له ښه والي سره مرسته وکړي، بلکې د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتیا ته به نوی خوځنده ځواک هم ورکړي.
د چین باور هم له ملي ستراتیژۍ څخه راځي. د چين د کمونېست ګوند د ۲۰مې دورې مرکزي کميټې درېيمه عمومي غونډه د ۲۰۲۴م کال په جولای کې تر سره شوه. په دغه غونډه کې څه د پاسه ۳۰۰ مهم اصلاحي تدبيرونه وړاندې شوي او په هراړخیزه توګه د اصلاحاتو د ژورتیا او د چيني شکله عصري کولو د پرمخبيولو لپاره يې کارونه انتخاب کړي دي. دا د اوږد مهاله اقتصادي پرمختګ او ټولنيز ثبات د ساتلو لپاره د چين اداري غوره والی دی.
بر سېره پر دې، د چین باور هم د هر چینایي له هڅو څخه راځي. چینایان د هوسا ژوند او د هېواد د پرمختګ لپاره خپل زیار باسي. لکه څنګه چې رئيس شي جين پينګ وويل، هر څوک د چين د عصري کېدو په نوي سفر کې ستر رول لري.
یوازې هغه وخت چې نړۍ ښه وي چین به ښه شي. که چیرې چین ښه وي، نړۍ به ښه وي. د نړیوال کېدو په بهیر کې چین او نړۍ یو له بل سره تړلي دي.
په تېر کال کې د نړۍ په اقتصادي وده کې د چين ونډه د ۳۰ سلنې په شاوخوا کې اټکل شوې چې د نړيوال پرمختګ د ثبات لپاره يې مهم رول لوبولی دی. د کمربند او لارې د لوړ کيفيت د ګډې جوړونې او د نړيوال مديريت د اصلاحاتو د پرمخبیولو په شمول د چين پلانونه او عملونه د نړیوالې سولې او ثبات د ساتلو لپاره لا زياتې مثبتې انرژی برابرې کړې دي.
په ۲۰۲۵م کال کې به چین په کور دننه او بهر له پيچلو او سختو خطرونو او ننګونو سره مخامخ شي، خو چینایان به له ستونزو څخه ونه ويريږي، هيلې به ولري او په ټينګه به د چيني شکله د عصري کېدو لارې ته دوام ورکړي، ترڅو د چينايانو د لاهوسا ژوند او د نړۍ د نورو هېوادونو لپاره د پرمختګ فرصتونو د رامنځته کولو لپاره زمینه برابره کړي. د چين دغه باور او مسؤليت هغه مثبته انرژي ده چې نړۍ د ښه والي په لور د پرمختګ لپاره اړتيا لري.











