د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د جنورۍ په ۲مې نېټې په یوه خبري ناسته کې د شانګهای همکارۍ سازمان د رئیسه هېواد په توګه د چین پيغام په اړه وویل، چین د شانګهای روحیې وړاندیز او عملي کوونکی دی.
ماو نينګ وويل، د شانګهای همکارۍ سازمان په هغه لوګو کې چې چین يې نوبتي ریاست پرغاړه لري لیکل شوي «د شانګهای همکارۍ سازمان د شانګهای روحيې د خپرولو په هڅه کې دی» او دا پدې معنا ده چې چین غواړي په لا جدي عملونو او فعالې رویې سره د سیاست، امنیت، اقتصاد او کلتور په برخو کې د دې سازمان د غړو ترمنځ د همکارۍ سویه لا لوړه او د دې سازمان روان میکانیزم نورهم بشپړ کړي.
مېرمن ماو نینګ زیاته کړه چې چین به په ۲۰۲۵ کال کې د یاد سازمان د سرمشریزې کوربه توب وکړي او څه باندې ۴۰ نورې اړوندې غونډې به ترسره کړي. برسیره پر دې، چین به د شانګهای همکارۍ سازمان د سیاسي ګوندونو فورم، د بېوزلۍ له منځه وړلو او دوامدار پرمختګ فورم، د مختلفو هېوادونو د دوستانه راکړې ورکړې فورم په شمول یو لړ فعالیتونه ترسره کړي.










