رویټرز خبري اژانس وایي، په داسې حال کې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شوې دي، یاده ډله هڅه کوي د افغانستان کلیدي ښارونه ونیسي. راپور کاږي، د روانې اوونۍ په پیل کې د افغان دولت مذاکراتي پلاوی دوحه کې له خپلو نولس کلنو وسله والو مخالفینو سره د خبرو مېز ته کیناست څو افغان شخړې ته چې تر اوسه پکې په زرګونه ولسي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي سولهییزه حللاره ومومي، خو د دې خبرو له پیل سره هممهاله طالبانو د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې پر ستراتیژیکو سیمو او لویو لارو بریدونه پیل کړل چې تر ټولو شدت یې په کندز کې و. طالبانو بیا د تاوتریخوالي شدت رد کړی او ویلي یې دي چې دوی له امریکایي لوري سره تر هوکړې وروسته پر هیڅ کوم لوی ښار د برید پلان نه دی نیولی او په یاده هوکړه کې ذکر شوي ټول موارد یې په بشپړه توګه عملي کړي دي.
































