د امريکا د نوي حکومت د ماموريت پیل ته څه کم يوه اونۍ پاتې ده او نړيوالو رسنیو په ګڼو راپورونو کې له چين او امريکې څخه غوښتي، چې د نړيوالو ننګونو پر وړاندې ګډه مقابله وکړي. دلته به د څو رسنيو د ورته خبرونو څو بېلګو ته اشاره ولرو.
د روسيې يوې ورځپاڼې د چين او امریکا ترمنځ ګډ سوله ييز ژوند د ټولې نړۍ لپاره ګټور بللی دی. د پاکستان ډېلي ورځپاڼې د چين او امريکا ترمنځ همکارۍ د نړيوالو ګډو ننګونو پر وړاندې د مقابلې او د نړيوالو ښېګڼو د زياتېدو په ګټه يادې کړې دي.
د امريکا مشهور ليکوال توماس فریډمن، چې څه موده مخکې چين ته په سفر تللی و، ويلي چې امريکا او چين باید د ارامې ۲۱مې پېړۍ د رامنځته کولو لپاره يو ځای کار وکړي.
نړيواله ټولنه تمه ښيي، چې چين او امریکا د نړيوالې سولې د ساتونکو او د نړيوالې ګډې ودې د هڅوونکو په توګه رول ولوبوي.
پوښتنه دا ده، په داسې حال کې، چې اوسنی نړيوال وضعيت ورځ تر بلې پيچلی کېږي او د نړيوالې سولې، پرمختګ او مديريت په برخو کې ننګونې مخ په زياتېدو دي، چين او امريکا څنګه کولی شي، د نړيوالې ټولنې هيلې پوره کړي او څنګه کولی شي، چې د لویو هېوادونو په توګه خپل مسئوليتونه رعايت کړي؟
که څوک غواړي پوی شي، نو ښه به وي چې تاریخ ولولي، ځکه تاریخ تر ټولو غوره تدريسي کتاب دی. چين او امريکا له نن څخه کابو ۸۰ کاله وړاندې د نړۍ له نورو سوله خوښوونکو هېوادونو سره په ګډې همکارۍ د فاشیزم پر وړاندې نړيواله مبارزه وکړه او ګډ بری یې وموند. اوسمهال په نړۍ کې د اوکراين بحران او د فلسطين او اسرائيل ترمنځ شخړې روانې دي او نړيواله سوله او ثبات يې سخت ګواښلي او زيانونه یې اړولي دي. که چين او امريکا شخړې او تقابل ته مخه نه کړي او په سوله کې ګډ ژوند ولري، نو دا به د ګردې نړۍ د سولې لپاره یو لوی خدمت وي.
د چين د فارېن افېرز يا د بهرنيو چارو پوهنتون پروفیسور لي های دونګ د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنيوي په برخه کې د چين او امريکا ترمنځ همغږي او همکارۍ د نړيوال امنيت او ټېکاو د ساتلو لپاره ډېر مهم بولي او پر دې اند دی، چې دواړه هېوادونه باید د سيمه ييزو تودو مسئلو د هواري لپاره ګډ کار وکړي، له تاريخي تجربو څخه باید درس واخلي، په همغږۍ باید همکارۍ ولري او د نړيوالې سولې لپاره باید خپل مسئوليتونه پرغاړه واخلي.
پرمختګ سوله تضمينوي. کابو شل کاله وړاندې، چين او امريکا د جي شل يا شلو صنعتي هېوادونو له غړو سره په ګډې همکارۍ نړيوال اقتصاد له پولي بحران څخه وباسه. نن ورځ نړيوال اقتصاد بيا د سمسورتيا پر لارې کمزوری روان دی او پرمختګ يې غير متوازن دی.
د چين او امريکا اقتصادي حجم د نړۍ له ۳/۱ زياته برخه نيسي او دواړه هېوادونه مسئوليتونه او هم توان لري، چې نړيوال اقتصاد ته پراختيا ورکړي، څو زياتوالی ومومي.
په دې وروستيو کې د امريکا په لاس ويګاس ښار کې د ۲۰۲۵م کال د مصرفي برېښنايي محصولاتو نندارتون تر سره شوی او نږدې ۱۵۰۰ چيني تصديو پکې ګډون کړی او له امريکايي تصديو سره يې د نظريو تبادلې او په خپلمنځي احتمالي همکاريو يې ورسره ډېر بحثونه کړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا او د دواړو هېوادونو د خلکو د ښېګڼو د زياتېدو په برخو کې يې بالقوه ځواک ښکاره کړی دی. ډېری نړيوال شرکتونه چين يو مهم بازار او د نړيوال اکمالاتي ځنځير بې بدیله ساتونکی او نوښتګر مرکز بولي.
































