امريکې د فبرورۍ په لومړۍ نېټه پر چيني توليداتو د ګمرکي تعرفې ۱۰٪ زياتوالی اعلان کړی. د چين د نړيوالې سوداګرۍ د پياوړتيا ټولنې وياند د فبرورۍ په ۲مه نېټه د امريکې د يادې پرېکړې په اړه خواشيني څرګنده کړه او له دې اقدام سره يې ټينګ مخالفت ښودلی دی.
نوموړې ټولنې ويلي، چې د امريکې دغه کړنه د سوداګرۍ نړيوال سازمان له مقرراتو څخه څرګنده سرغړونه ده او له امله به يې د امريکې د ګڼ شمېر تصديو او مشتريانو ګټو، د چين او امريکې ترمنځ عادي اقتصادي او تجارتي همکاريو او نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځير ته زيانونه ورسوي.
دغه ټولنې له امريکې څخه د ناسمو کړنو د سمولو او له چين او نورو هېوادونو سره د همکاريو د پياوړتيا غوښتنه کړې ده.
































