امریکا په دې وروستیو کې د فینتانیل په پلمه پر چینایي تولیداتو ګمرکي تعرفې لس سلنه زیاتې کړې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د فبرورۍ په ۵مه ڼېټه په یوه مطبوعاتي غونډه کې د امریکا له دې اقدام سره کلک مخالفت څرګند کړ.
لین جیان وویل، چین د دې په غبرګون کې اقدامات کړي او هدف يې له خپلو مشروع حقونو او ګټو ساتل دي. د سوداګرۍ او د تعرفو جګړې ګټوونکی نه لري او پر چین فشار نتيجه نه ورکوي. چین له امریکا څخه غوښتنه کوي چې خپلې غلطې کړنې سمې کړي، د متقابل درناوي پر اساس خبرو له لارې باید د یو او بل اندیښنو ته ځواب پيدا شي، څو د چین او امریکا اړیکې ثابت، سالم او دوامدار پرمختګ وکړي.































