چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

شي جين پينګ د پاکستان له ولسمشر آصف علي زرداري سره خبرې وکړې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 6, 2025
in نړیوال خبرونه
0
شي جين پينګ د پاکستان له ولسمشر آصف علي زرداري سره خبرې وکړې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ د ۵مې نېټې په مازديګر د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د پاکستان له ولسمشر آصف علي زرداري سره خبرې وکړې.

شي جين پينګ په خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې چين به د ملي حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې، له ترهګرۍ سره د مبارزې او له ملي وضعیت سره مطابق پرمختيايي لارې د انتخاب په برخو کې د پاکستان ټينګ ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه وويل، چې چين غواړي له پاکستان سره په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ پياوړې کړي، د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د لا لوړې کچې بڼه اباده کړي او د پرمختيايي بنسټ د ټينګوالي او د بالقوه توان د خوشي کېدو په برخو کې له پاکستان سره مرستې وکړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

شي جين پينګ هيله وښودله چې پاکستان په دغه هېواد کې د چينايانو، د هغوی د پروژو او سازمانونو د امنيت ساتنه پياوړې کړي او له چين سره د ترهګرۍ ضد دوه اړخيزې او څو اړخيزې همکارۍ زياتې کړي.

شي جين پينګ زياته کړه، چې راتلونکی کال د چين او پاکستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۷۵مې کليزې سره برابر دی او دواړه خواوې بايد خپلمنځي راکړې ورکړې زياتې کړي.

زرداري وويل، چې که نړيوال وضعيت هر ډول بدليږي، پاکستانيان به تل له چينايانو سره ولاړ وي. هغه د پاکستان له اقتصادي او ټولنيز پرمختګ سره د چين له بې غرضه مرستو مننه وکړه او و يې ويل، چې چين د رئيس شي جين پينګ تر مشرۍ لاندې په نړيوالو چارو کې لا مهم لارښوونکی رول لوبولی او د نړيوالې سولې، ثبات او سمسورتيا د ساتلو مهم ځواک ګرځېدلی دی. هغه زياته کړه چې پاکستان غواړي له چين سره همغږي پياوړې کړي، پر څواړخيزم به ټينګار وکړي، ازاده سوداګري به وساتي او د دواړو هېوادونو او نورو پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې به زياتې کړي.

دواړو مشرانو له خبرو اترو وروسته د دواړو هېوادونو د اقتصادي دهليز يا سپېک د ګډې ابادۍ، سوداګرۍ، ساينس او ټېکنالوژۍ، راډيو او تلويزيون په برخو کې د همکاريزو سندونو د لاسليک په مراسمو کې ګډون وکړ.

Previous Post

چين د خپلو پوځي تجهیزاتو د علمي څېړنې نوي مقررات تطبیقوي

Next Post

لین جیان: د چين پسرلنی اختر نړیوال دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
لین جیان: د چين پسرلنی اختر نړیوال دی

لین جیان: د چين پسرلنی اختر نړیوال دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

افراسیاب خټک: پاکستان دې هم د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره مهالوېش وټاکي

افراسیاب خټک: پاکستان دې هم د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره مهالوېش وټاکي

جولای 10, 2020
د م.م امنیت شورا نوي حکومت ته: د خلکو او نړیوالې ټولنې غوښتنو ته نرمښت وښیئ

د م.م امنیت شورا نوي حکومت ته: د خلکو او نړیوالې ټولنې غوښتنو ته نرمښت وښیئ

مارچ 3, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ