د انټرنېټي شمېرنې له مخې، د ۲۰۲۵م کال د چيني فلمونو د پلورل شویو ټکټونو ارزښت د فبرورۍ تر ۹مې نېټې پورې له ۱۵ ميليارډو يوانو څخه اوښتی دی.
له دې جملې څخه د« نه جا ۲» په نوم فلم د پلورل شويو ټکټونو ارزښت له ۸ ميليارډو يوانو څخه اوښتی، په دې سره يې په نړۍ کې د پلورل شويو ټکټونو د ارزښت د لومړيو ۴۰ فلمونو په نوملړ کې ځای نيولی او دغه راز په دې نوملړ کې لومړی اسيايي فلم دی. د« نه جا ۲ » د نندارچيانو شمېر له ۱۶۰ ميليونو څخه زیات او د چيني فلمومو په تاريخ کې يې د زیاتو لیدوونکو ریکارډ جوړ کړی دی.












