متقاعد جنرال او د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخواني قوماندان، جوزف ووټل هیله څرګنده کړې چې امریکا به د خپلو سرتېرو یوه برخه په افغانستان کې وساتي. ووټل ویلي، د امریکا د پوځي حضور کمېدل چې اوس روان دي، د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو نتیجه ده، خو د هغه په وینا په سیمه کې د مختلفو وسله والو ډلو فعالیت باید له پامه ونه غورځول شي. جوزف ووټل د افغان سولې په بهیر کې د هند او پاکستان رول ډېر مهم ګڼلی او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګېدل ددغو دواړو هېوادونو په ګټه دي. نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د امریکا د اوږدمهاله پوځي شتون پلوی دی چې په وینا یې دغه ځواکونه د افغان ځواکونو سره مرسته وکړي تر څو د ټولو کورنیو او بهرنیو ګواښونو پر وړاندې له افغانستان دفاع وکړي.
































