د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخوانی سلاکار، مک ماسټر وايي چې ټرمپ له طالبانو سره یو لاس شوی او د افغانستان ضد سیاست یې خپل کړی. هغه له سي بي اس ټلویزیون سره په مرکه کې د افغانستان په تړاو د ټرمپ سیاست غیرعاقلانه بللی دی. مک ماسټر همداراز څرګنده کړې، چې امریکا باید یوې دایمي ژمنې سره د افغانستان حکومت او افغان ځواکونو نه ملاتړ وکړي. ماسټر نېږدې یو کال د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار و او بیا ټرمپ سره د اختلاف له کبله له دندې ګوښه شو.
































