چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

کوچني صنعتونه؛ د اقتصادي ودې تضمین

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 18, 2025
in تبصرې
0
کوچني صنعتونه؛ د اقتصادي ودې تضمین
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په نړۍ کې هر پرمختللی اقتصاد د کوچنیو او متوسطو صنعتونو پر مټ وده کړې، ځکه چې دا سکتور د نوښت، کارموندنې، او اقتصادي ثبات اساسي برخه ده. افغانستان، چې د اقتصادي ننګونو له اوږدې دورې څخه تېر شوی، اوس اړتیا لري چې د کوچني صنعت پراختیا ته جدي پاملرنه وکړي. د دې صنعت وده نه یوازې د کورني تولید ظرفیت لوړوي، بلکې د وارداتو پر کمښت او د صادراتو پر زیاتوالي هم مثبت اغېز لري.
کوچني صنعتونه د لږې پانګونې، خو زیاتې ګټې لرونکي دي. په افغانستان کې د دغو صنعتونو پراختیا کولی شي، نه یوازې ځوان نسل ته د کار زمینه برابره کړي، بلکې د هیواد اقتصادي خپلواکي هم پیاوړې کړي. د کوچنيو صنعتونو یو مهم اړخ دا دی چې هغوی د ارزانه تولیدي توکو د چمتو کولو ترڅنګ، د ملي اقتصاد د ځان بسیاینې لپاره مهم رول لوبوي. د دې صنعتونو ملاتړ کولای شي افغانستان د اقتصادي ستونزو له کړکېچ څخه وباسي.
د کوچنيو صنعتونو د نه پراخېدو یو اساسي دلیل د پانګوالو کمزورې توجه او د حکومتي ملاتړ نشتوالی دی. د نړیوال بانک د راپور له مخې، هغه هېوادونه چې د کوچنيو صنعتونو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي، د بیکارۍ کچه یې ټیټه شوې او د عوایدو سرچینې یې پراخې شوي. افغانستان، چې د زیات شمېر کار غوښتونکو هېواد دی، باید د دې صنعتونو د ودې لپاره جدي ګامونه واخلي.
د کوچني صنعتونو ودې ته زمینه برابرول د افغان سرپرست حکومت، خصوصي سکتور، او نړیوالو مرستندویه ادارو ګډ مسؤلیت دی. که د کوچنيو صنعتونو لپاره د قرضو آسانتیاوې برابرې شي، نو نوي سوداګر به وکولی شي د لږې سرمایې سره خپل کارونه پیل کړي. حکومت باید داخلي تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي، ترڅو کوچني صنعتونه د اړتیا وړ توکي له داخلي بازارونو تهیه کړي. د صادراتو اسانتیا هم مهمه ده، ځکه چې د کوچني صنعت محصولاتو ته نړیوال بازارونه پیدا کول د افغانستان اقتصاد ته د ثبات ورکولو یو مهم عامل کېدای شي. سربېره پر دې، د نويو کوچنيو صنایعو لپاره د مالیاتو معافیت یا کمښت د پانګوالو د هڅونې لپاره یو مهم ګام دی.
اوس مهال، که افغانستان غواړي چې د وارداتو پر ځای د خپلو تولیداتو پر پراختیا تمرکز وکړي، باید د کوچنيو صنعتونو ملاتړ ته لومړیتوب ورکړي. که د ځمکني زراعت، لاسي صنایعو، قالین اوبدلو، او خوراکي تولیداتو لپاره اسانتیاوې برابرې شي، نو افغانستان کولی شي د سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو برخه شي.
خصوصي سکتور هم مسؤلیت لري چې د کوچنيو صنعتونو د ودې لپاره پانګونه وکړي. د نړیوالو تجربو پر بنسټ، هغه هیوادونه چې کوچني صنعتونه یې پیاوړي کړي، د اقتصادي ودې ترڅنګ یې د خلکو عاید لوړ شوی او د کار فرصتونه زیات شوي دي. افغانستان باید له دغو تجربو زده کړه وکړي او د کوچني صنعتونو د ودې لپاره مشخصې ستراتیژۍ رامنځته کړي.
په پای کې، د کوچني صنعتونو پراختیا یوازې د یو ځانګړي سکتور پرمختګ نه، بلکې د ټول هېواد د اقتصادي خپلواکۍ او ثبات لپاره یو مهم ګام دی. که افغان سرپرست حکومت، پانګوال، او عام وګړي د دې صنعت د ودې لپاره ګډ کار وکړي، نو افغانستان به د اقتصادي پراختیا پر لور یو مهم ګام پورته کړي.

Previous Post

د قطر امیر په دوه ورځني سفر هند ته تللی

Next Post

د پنجشېر څه باندې دوه زره قیراطه نور زمرد وپلورل شول

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د پنجشېر څه باندې دوه زره قیراطه نور زمرد وپلورل شول

د پنجشېر څه باندې دوه زره قیراطه نور زمرد وپلورل شول

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ټام ويسټ: نړیواله ټولنه باید د طالبانو پر وړاندې متحدانه عمل وکړي

ټام ويسټ: نړیواله ټولنه باید د طالبانو پر وړاندې متحدانه عمل وکړي

نوومبر 12, 2021
برازیل کې په یوه میاشت کې د روغتیا دوو وزیرانو استعفاوې ورکړې

برازیل کې په یوه میاشت کې د روغتیا دوو وزیرانو استعفاوې ورکړې

مې 16, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved