ېری امریکايي وګړي له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو او د سولې د روانې پروسې ملاتړي دي. د ایرو ایشیا بنسټ یوه تازه سروې ښيي چې امریکايي وګړي په افغانستان کې له روانې اوږدې جګړې ستړي شوي او ددې غوښتونکي دي چې ځواکونه یې له افغانستان ووځي. نظرپوښتنې ښودلې چې د امریکا په ټاکنو کې ددواړو مخکښو نوماندانو ملاتړو د سولې له بهیر ملاتړ کړی دی او ددې تمه لري چې په افغانستان کې د امریکا اوږده جګړه پای ته ورسېږي. سرچینه کاږي ۶۳ سلنه امریکایان د افغانستان په اړه د ټرمپ د اوسنۍ تګلارې ملاتړي دي او یوازې ۲۵ په سلو کې امریکایانو ویلي چې سرتېري یې دې د دښمن تر له منځه وړلو پورې په افغانستان کې پاتې شي. پوښتل شوو کسانو د ټرمپ پر حکومت غږ کړی چې ژر تر ژره دې خپل سرتېري له افغانستان وباسي.
































