د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې له افغان سولې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ملاتړ یو غوره اقدام دی. دده په خبره له دغه بهیر د نړیوالو بنسټونو ملاتړ د افغانانو لپاره یو بې ساري فرصت دی چې باید ګټه ترې پورته کړل شي. خلیلزاد زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان له ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي. خلیلزاد یو ځل بیا پر ټولو ښکېلو لورو غږ کړی چې له دې بې ساري فرصت ګټه پورته کړي او د خبرو له لارې د روان ناورین د پای ته رسولو لپاره توافق وکړي.












