د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، د عمان د بهرنیو چارو وزیر په بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مسوول ویلي، چې ښاغلی متقي پلان لري چې په دې سفر کې له ځینو لوړپوړو چارواکو سره د کتو په لړ کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې اترې وکړي. د چارو ځينې شنونکي عمان ته د بهرنیو چارو وزارت سرپرست سفر په بېلابېلو برخو کې د کابل او مسقط تر منځ د تعامل د رامنځته کېدو په برخه کې مهم ګڼي. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست تر دې وړاندې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه متحده عربي اماراتو ته هم سفر کړی و.
































