د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند وایي، د تورخم د دروازې د تړل کېدو له کبله هره ورځ د دواړو لورو سوداګرو ته ۳میلیونه ډالر زیان اوړي. مومند وایي، له پاکستاني سوداګرو سره په ناسته کې دواړو لوري دې پایلې ته ورسېدل چې د لا ډېرو زیانونو اوښتو مخنیوي په موخه باید حکومتونو ته قناعت ورکړل شي، چې په سیمه کې اوربند وشي او لاره باید بې قیده او شرطه خلاصه شي.