د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو چارو عمومي مدیر اعلان کړی، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د وري له لومړۍ نېټې به بې اسنادو افغان کډوال له روغتیایي، ښوونیزو، ملکي معاملو او نورو خدمتونو محروم شي. د نادر یاراحمدي له یوې ایراني رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، هغه کډوال چې د سرشمېرنې اسناد لري، باید د دغه مرکز د تګلارې او پروګرامونو له مخې، د قانوني حضور لپاره د ایران د دولت له ادارو سره لازمه همکاري وکړي. بل پلو، ځينې افغان کډوال، چې په پاکستان او ترکیه کې ژوند کوي، هم له خپلو ستونزو سرټکوي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې له بېلابېلو هېوادونو ۶۲ زره او ۸۹۳ افغان کډوالې کورنۍ بېرته افغانستان ته راستانې شوې دي.
































