د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر په خپل دفتر کې په کابل کې د امریکا د سفارت له شارژادفیر راس ویلسن سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د سولې پر روان بهیر او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي. په اعلامیه کې راځي چې امریکایي او افغان لوري د سولې د خبرو پر مهال د تاوتریخوالي پر کمېدو او محسوس اوربند ټینګار کړی دی. دوی ویلي چې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي او د اوربند له لارې دایمي سولې ته لار برابر کړي. دواړو لورو په دې حساس وخت کې د اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.











