د ولسمشر دویم مرستیال د افغانستان د تاریخ په اړه بې بنسټه څرګندونې کړې دي چې په ټولنیزو رسنیو کې یې سخت غبرګونونه پارولي دي. د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش څو ورځې وړاندې له ولسمشر غني سره یوځای بامیانو ولایت ته تللی و. هغه په افغانستان کې د تېرو دوو نیمو پېړیو افغان واکمنو ته له سپکاوي ډکې څرګندونې کړې دي او دوی یې دیکتاتوران او استبدادیان بللي دي. ده د طالبانو امارت هم د یادو کسانو له حکومتونو سره ورته بللی دی. دې مسئلې توند غبرګونونه پارولي دي او له سرور دانش یې غوښتي چې د خپلو څرګندونو له امله بښنه وغواړي.
د ولسمشر دویم مرستیال چې ډېر کله ورباندې د تعصبي چلند تورونه پورې کېږي، تازه یې داسې څرګندونه کړې چې په هېواد کې یې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو توند غبرګونونه له ځان سره لرلي دي. سرور دانش له ولسمشر سره د شنبې په ورځ بامیانو ولایت ته تللی و او په دغه ولایت کې یې په خپله وینا کې وویل چې په تېرو دوو نیمو پېړیو کې په افغانستان کې دوو کورنیو پر پاتې ولس له استبداد او دیکتاتورۍ ډک نظام چلولی دی او یوه واړه اقلیت پر ستر اکثریت د زور حکومت کړی دی. نوموړي په دې وینا کې د سدوزیو او محمدزیو د کورنیو نومونه یاد کړې دي. هغه په خپله وینا کې ویلي چې د طالبانو امارات د هغه وخت له حکومتونو سره د محتوا او تګلارې له اړخه هېڅ توپير نه لري. د ده په وینا: (( امارتي نظام د یوه فرد پر اراده متکي دی. دا له یوه کاملاً استبدادي او دیکتاتوري نظام سره هېڅ توپير نه لري. طالباني نظام د سدوزیانو او محمدزیانو له سلطنت سره، چې له ۱۷۴۷ز کال تر ۱۹۷۸ز کال یې تر ۲۳۰ کلونو ډېر پر افغانستان حکومت وکړ، د روح او محتوا له اړخه توپیر نه لري. په هغه نظام کې هم له یوې قبیلې یوې وړې ډلې په موروثي توګه له استبداد په ډک چلند او دیکتاتورۍ پر افغانستان حکومت وکړ، پرته له دې چې د خلکو حقوقو ته درناوی وکړي، دوی ازادۍ ته درناوی وکړي او ان پرته له دې چې قانون ته درناوی وکړي. د امارت نظام یو غیر قانوني، مطلقه او نامحدود نظام دی)).
همدې مسئلې د خلکو توند غبرګونونه راپارولي دي. د ولسي جرګې غړې آرین یون وایي چې د سرور دانش خبرې د ده خپلې نه دي، بلکې د ایران د استخباراتو، د خامنه یي او د فاطمیون د رهبرانو خبرې دي چې غواړي په هېواد کې تفرقې او کرکې ته لمن ووهي. آرین وایي: ((هغه باید په ټيټو سترګو له دې ولس بښنه وغواړي، دا خبرې یې خپلې نه دي، د استخباراتي کړیو دي، د فاطمیون دي، غواړي دلته تفرقې او قومپالنې ته لمن ووهي، د یوه ستر ملت تاریخ ته سپکاوی کوي، دا د زغم وړ خبره نه ده)).
د سیاسي چارو شنونکی آصف ننګ بیا وایي، د تاریخ تحریف او له افغان تاریخ غلطه اخیستنه او په اړه یې غیر مسوولانه څرګندونې کول خطرناک ګام دی. هغه وايي، د هغو واکمنانو په اړه غیر مسوولانه څرګندونې چې په څه باندې دوو سوو کلونو کې د افغانستان لپاره ډېر څه کړي دي او دا هېواد یې ساتلی هېچا ته د منلو نه دي. د ده په وینا: ((په دې کلونو کې پر قومونو ستم نه دی شوی، تر ټولو ډېر په دې کلونو کې اقلیتونه حکومتونو ته نږدې وو. هېڅ داسې سند نشته چې په دې دوره کې دې پر اقلیتونو ظلم شوی وي، نو دغه ډول څرګندونې د منلو نه دي)).
د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی نجیب ازاد بیا سرور دانش له علمي اړخه کمزوری ګڼي او په خبره یې، د دانش له خبرو د تعصب او تنګ نظرۍ بوی راځي. د ده په وینا، په تېرو دوو سوو کلونو کې واکمنانو داسې یو هېواد جوړ کړی دی چې نن پکې سرور دانش دویم مرستیال دی، نو ښه به وي چې په دې اړه په دې اړه خپل معلومات ډېر کړي. د ده په خبره: ((په داسې یوه وخت کې چې موږ د سولې هڅه کوو، د دانش دا خبرې په دې مانا دي چې هغه قصدا د سولې د پروسې په تخریب پسې دی)).
بلخوا سرور دانش بیا پرون په ارګ کې په خپلو تازه څرګندونو کې وویل چې هدف یې تاریخ ته سپکاوی نه و، بلکې د دوو نظامونو مقایسه وه.












