سعودي عربستان یو ځل بیا ټینګار کړی چې دوی د قطر تر څار لاندې د یاد هېواد په پلازمېنه دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو کلک ملاتړ ته ژمن دي. د واس په نامه د سعودي رسمي خبري اژانس راپور ورکړی دی چې ریاض په قطر کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ بین الافغاني مذاکرات څارلي او پایلو ته یې هیله من دي. راپور کاږي، ریاض په افغانستان کې د جګړې پر ژر پایته رسېدو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې سعودي تل د افغانانو تر مشرۍ لاندې د افغان ملت د غوښتنو د تحقق ملاتړ کړی او کوي یې.
































