چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home کتاب

د نړیوالو کیسو کیسې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 23, 2020
in کتاب
0
د نړیوالو کیسو کیسې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د نړیوالو کیسو کیسې، کتاب خپله کیسه لري. د کتاب لیکوال وايي، تل مې بهرنۍ کیسې لوستې وې، خو نه مې یې ژباړې ته زړه ښه کړی و او نه مې پر دې د څه لیکلو فکر کړی و. د کیسو کیسې مې یوازې پر پښتو کیسو لیکل وو. کلونه پخوا مې چې کله د کیسو کیسې په لړۍ کې یوڅه ولیکل او خپاره مې کړل، یادېږي مې چې خلکو ترې زیات خوند اخیستی و. یا حد اقل نیوکې مې پرې ونه لیدې، هغه لړۍ مې پسې اوږده کړه او د ۲۰۱۹ م کال په ډسمبر کې مې د کیسو کیسې کتاب چاپ شو.

لیکوال وايي،  د دې کتاب د لیکلو هڅه مې د کرونا وبا د رامنځ ته کېدو پر مهال په کور کې د کار کولو او دفتر ته د نه تلو په وخت وکړه. زه به د کرونا وبا له منځ ته راتګ مخکې هره ورځ دفتر ته تلم، چې په دې ډول به مې تګ راتګ درې ساعته وخت نیوه. له دې وخته په استفادې مې د همینګوی او ځینو نورو لیکوالانو کیسې را وژباړلې او لیکنه مې پرې وکړه. له پيله دا کار په دې نیت و چې له وخته به استفاده کوم او ساعت به پرې تېروم. ما دا وخت ډېرې نړیوالې کیسې ولوستې، په هغو کې مې چې کومه خوښه شوه، ومې ژباړه. د کیسو د انتخاب پر وخت مې هڅه وکړه چې د بېلابېلو تخنیکونو، بڼو او سبک کیسې را واخلم. دا کیسې ډېرې د نولسمې او شلمې پېړۍ د لومړۍ نیمايي وې. د دې کیسو ډېر لیکوالان مړه شوي وو، په ژوندیو کې ډېرې داسې مېرمنې وې چې عمرونه یې خورا ډېر وو. دوه نسبتاً ځوانان وو، په هغو پسې شوم چې وې یې مومم. خبرې ورسره وکړم، هم د ژباړې اجازه ترې واخلم او هم دا وګورم چې دوی کیسې ته له کومې زاویې کتلي دي. دا کار مې د کیسو کیسې کتاب کې کړی و، دا کتاب لوستونکو ته نوی و، خوند یې ورکړی و، خو د بهرنیو لیکوالانو له نظره پښتانه لوستونکي شاید مخامخ دغسې نه وي خبر شوي. عموما د بهرنیو لیکوالانو نظرونه په نورو ژبو ژباړل شوي او بیا ژباړل شوې بڼې یې په پښتو ځینو لیکوالانو را اخیستې دي. ما غوښتل له دوی سره پر هغو کیسو خبرې وکړم، چې ما را ژباړلې وې.

You might also like

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

د دغو کیسو د انتخاب په وخت مې د کیسو د لیکلو طرز او سبک ته پام کړی دی. د لیکوالانو هیوادونو ته مې دقت کړی دی. نه مې غوښتل چې د یوې سیمې یا یو هیواد ډېرې بېلګې را واخلم، په داسې حال کې چې په نړیوالو ادبیاتو کې روسي او امریکايي ادبیات ډېر غني دي، خو ما هڅه وکړه چې د نړۍ له لر او بر کیسې ولرم.

په ټوله کې مو دا کتاب د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو له داستان سره اشنا کوي، تاسې ته ښيي چې هغوی په ژوند کې کوم اړخونه مهم نیولي او له کومو هغو یې متنفر دي.

مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

Previous Post

د سولې د تخریب منظمې هڅې

Next Post

په افغانستان کې روان تاوتریخوالي او ملکي مرګ ژوبلې اندېښنې پارولې دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو
کتاب

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
فبروري 21, 2026
«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو
کتاب

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

by Spogmai Radio
جنوري 24, 2026
عثماني خلافت کتاب چاپ شو
کتاب

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
دسمبر 6, 2025
کتاب

د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2025
«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو
کتاب

«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

by Spogmai Radio
سپتمبر 27, 2025
Next Post
په افغانستان کې روان تاوتریخوالي او ملکي مرګ ژوبلې اندېښنې پارولې دي

په افغانستان کې روان تاوتریخوالي او ملکي مرګ ژوبلې اندېښنې پارولې دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

مېرمن منګ وان جو د چين په ځانګړې الوتکه کې احساسي متن ليکلی

مېرمن منګ وان جو د چين په ځانګړې الوتکه کې احساسي متن ليکلی

سپتمبر 25, 2021
برېټانیا د تخلیې ماموریت کې په لټۍ تورنه شوې ده

برېټانیا د تخلیې ماموریت کې په لټۍ تورنه شوې ده

دسمبر 7, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved