چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د سولې د تخریب منظمې هڅې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 23, 2020
in تبصرې
0
د سولې په اړه په دریځونو او ذهنیت کې ستونزه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په دوحه کې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د دواړو اړخونو تر منځ پر اصولو او کړنلاره لا هم بحثونه روان دي. دواړه اړخونه په دې برخه کې د پرمختګ خبر ورکوي او تمه ده چې ژر به پر دې چاره توافق وشي او بیا به پر اجنډا هم توافق کېږي، چې ورسره به بین الافغاني خبرې پیل شي. له دې سره هممهاله منظمې او پرله پسې هڅې کېږي چې رامنځ ته شوی فرصت ضایع شي، فضا جګړه‌ییزه شي او د سولې په تړاو بیا ناهیلي خپره شي.

د سولې له بین الافغاني خبرو سره جګړه ګرمه شوې ده چې په طبیعي ډول دا چاره د سولې مخالف عمل دی، چې پر خبرو منفي اغېز کوي. دا سمه ده چې تر اوسه پورې سوله نه ده شوې او نه هم پر اوربند توافق شوی دی، خو د خبرو له پیل سره که جګړه کمېږي نه، نو په هېڅ ډول باید زیاته نه شي. آن د حسن نیت لپاره باید جګړه نوره هم کمه شي، خو ښکاري چې جګړه‌‌خوښي عناصر له دې موقع استفاده کوي او غواړي جګړه زیاته کړي، څو د سولې پر پروسه منفي اغېز وکړي. د دې تر څنګ لا هم ځینې چارواکي جګړه‌ییز ادبیات کاروي، نفرت خپروي او داسې ښيي چې ګواکې سوله ناشونې ده او یا یې هم څرګندونې سوله‌ییزه فضا خرابوي. د ولسمشر د مرستیالانو او آن خپله د ولسمشر خبرې همداسې یوه هڅه ده چې د سولې پروسه خرابولی شي. په داسې حالاتو کې چې د سولې خبرې روانې دي، دغه ډول ادبیات کارول په هېڅ ډول د سولې په ګټه نه دي، بلکې دا ډول خبرې د جګړې او نفاق سبب کېږي. که څه هم ښکاري چې دا څرګندونې په قصدي او شعوري ډول د سولې د تخریب لپاره کېږي، خو که چارواکي یې قصدي هم نه ګڼي، بیا هم د توجیه وړ نه دي. دا هغه وخت دی چې باید سوله‌ییزه ژبه وکارول شي، له منفي خبرو ډډه وشي او که مثبتې خبرې نشي کېدلی، نو بیا تر منفي خبرو چوپتیا هم غوره ده. طالبان څنګه دي، امارت څنګه دی، جمهوریت څنګه دی…؟ په دې اړه خلک پوهیږي، خپل قضاوت لري او هر څه ویني. په دې اړه د چارواکو خبرې د خلکو نظر نه شي بدلولی، بلکې یوازې فضا خرابولی شي. پر لانجمنو مسایلو بحث، تورونه، د یو بل پر ضد په ټولنیزو رسنیو کې تبلیغات او نورې دا ډول کړنې د سولې د روان بهیر پر زیان دي او پکار ده چې ونه شي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

دواړو اړخونو ته پکار ده چې ولس ته درناوی وکړي، پر ولس رحم وکړي او پرېږدي چې د دې مظلومو خلکو د وینو دا سیلاب بند شي. که دوی رښتیا د خلکو او د دوی د ارزښتونو لپاره مبارزه کوي، نو پکار ده چې د خلکو اصلي غوښتنې ته چې سوله ده، کار وکړي. آن د نظام د ډول په شان په اختلافي مسایلو کې د پرېکړې واک د ټولپوښتنې له لارې ولس ته ورکړي. ولس پوهیږي چې بیا جمهوریت ټاکي، که امارت او یا هم کوم بل نظام. له همدې امله دوی باید خلکو ته د نظام ټاکلو پر ځای، خلکو ته حق ورکړي چې خپله نظام وټاکي. دوی باید همدومره وکړي چې د سولې روانه پروسه تخریب نه کړي او پرېږدي چې بریالۍ شي.

Previous Post

د خطر منلو وړتیا

Next Post

د نړیوالو کیسو کیسې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د نړیوالو کیسو کیسې

د نړیوالو کیسو کیسې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

عزیزي: د سیمې هېوادونه افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي

عزیزي: د سیمې هېوادونه افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي

فبروري 9, 2024
په قطر او قزاقستان کې د افغانستان په اړه غونډه جوړیږي

په قطر او قزاقستان کې د افغانستان په اړه غونډه جوړیږي

جولای 27, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved