امريکا په دې وروستيو کې ويلي، چې پر چيني توليداتو تر ټولو لوړه تعرفه ښايي ۲۴۵٪ ته ورسيږي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د اپريل په ۱۷مه نېټه د دغه خبر په اړه غبرګون وښود.
ده د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د تعرفې او سوداګرۍ جګړه ګټونکی نه لري او چين د دې جګړې مخالف دی، خو له دې جګړې وېره هم نه لري.
ده ویلي، که امريکا د تعرفې په اړه د شمېرو لوبې ته دوام ورکړي، چين به ورته غبرګون و نه ښيي خو که امريکا د چين پر حقونو او ګټو تيري ته دوام ورکړي، چين به ځوابي اقدامات وکړي.
































