چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د پانګونې فرصتونو پراخوالی؛ د بېکارۍ د حل او اقتصادي ثبات یوازینۍ لاره

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 20, 2025
in تبصرې
0
د پانګونې فرصتونو پراخوالی؛ د بېکارۍ د حل او اقتصادي ثبات یوازینۍ لاره
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په افغانستان کې د پانګونې لپاره د نویو فرصتونو رامنځته کول یوازې یو اقتصادي اقدام نه دی، بلکې دا د یو ملت د ژغورنې، د خلکو د هیلو، او د حکومت د بقا لپاره حیاتي اړتیا ده. اوسنی وضعیت د افغان سرپرست حکومت نه یوازې حکومتي وړتیا ازمېیي، بلکې له دې حکومت د ژور فکر، ژور لید او عملي ګامونو هیله هم کیږي.
په دې وروستیو کې د بېکارۍ کچه په ټول هېواد کې په بې‌سارې توګه لوړه شوې، بازارونه سوړ حالت لري، او له بهرنیو هېوادونو د افغان کډوالو د ستنیدو لړۍ هم چټکه شوې ده. دغه هر یو عنصر د کار بازار ته نوی فشار واردوي، چې که ورته جدي پاملرنه و نه شي، ښايي ټولنیزې، امنیتي او سیاسي ستونزې لا پسې ژورې شي.
حکومت باید وپوهېږي چې د اوسني پانګوال چاپېریال محدودې اسانتیاوې د دې ستر فشار د زغملو توان نه لري. که څه هم یو شمېر پخواني فرصتونه موجود دي، خو بسنه نه کوي. پانګه‌والو ته د مالیې، اجازو، ځمکو، برېښنا، بانکي آسانتیاوو او د قانوني خوندي‌تابه په برخو کې لا هم ستونزې شته، چې د هغوی لیوالتیا یې کمه کړې ده.
په داسې حال کې چې د بیکارۍ کچه د زرګونو نویو ځوانو فارغانو او له بهره را ستنو شوو کسانو له امله لوړېږي، حکومت باید ژر تر ژره یوه نوی اقتصادي تګلاره اعلان کړي. دغه تګلاره باید د سیمو، سکتورونو، او ملي اړتیاوو پر بنسټ جوړه شي. د کرنې، لاسي صنایعو، کانونو، ټرانسپورټ، معلوماتي ټکنالوژۍ، او انرژۍ په برخو کې د هدفمندې پانګونې لپاره باید مشخص فرصتونه، سیمې، او مشوقونه اعلان شي.
د پانګوالو د جلب لپاره یوازې شعارونه بسنه نه کوي. حکومت ته پکار ده چې د داخلي او بهرنيو پانګوالو باور ترلاسه کړي. دا کار یوازې هغه مهال ممکن دی چې قانون حاکم وي، پانګه خوندي وي، کاري چاپېریال شفاف وي، او ادارې له فساد څخه پاکې وي. په همدې موخه باید د یو پنځه کلن “اقتصادي تحول پلان” د پیل لپاره ګام پورته شي چې د اوږدمهاله پانګونې تضمین وکړي.
افغان پانګوال، خصوصي سکتور، او بهرني شرکتونه ټول د یو روښانه پیغام او ثبات غوښتونکي دي. حکومت باید هغوی ته ښکاره کړي چې افغانستان د پانګونې لپاره چمتو دی، خنډونه به له منځه یوسي، او د شریکو ګټو پر اساس به د پانګوالو ملاتړ کوي. د دې تر څنګ، د افغان کډوالو له بېرته راتګ سره هم باید داسې یو سیستم رامنځته شي چې هغوی د کار موندنې امکانات ولري او له نویو مهارتونو ګټه واخلي.
د کار فرصتونه یوازینی حل دی چې د مهاجرت لړۍ دروي، د بېکارۍ ګراف را ټیټوي، د کورنیو عواید زیاتوي، او د خلکو باور پر حکومت ډیروي. همداراز، اقتصادي بوختیا د ټولنیزو ستونزو لکه فقر، جرمونو، او نا رضایتۍ مخنیوی کوي، چې له بده مرغه په وروستیو میاشتو کې زیات شوي دي.
نو ځکه، که افغان سرپرست حکومت غواړي چې فشارونه کم کړي، ملي وحدت وساتي، او د نظام مشروعیت پیاوړی کړي، نو باید د پانګونې لپاره نه یوازې نویو فرصتونو ته لاره هواره کړي، بلکې موجود فرصتونه هم معیاري، اسانه، او پراخ کړي. دا کار به نه یوازې د افغانستان اقتصاد وژغوري، بلکې د میلیونونو وګړو د راتلونکي لپاره به هیلې هم را ژوندی کړي.

Previous Post

په سپينه ماڼۍ کې د ټرمپ درې میاشتې

Next Post

سبا په هېواد کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیلېږي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
سبا په هېواد کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیلېږي

سبا په هېواد کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیلېږي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د کندهار- سپين بولدک ريل پټلۍ پروژې لومړنۍ سروې ترسره شوې

د کندهار- سپين بولدک ريل پټلۍ پروژې لومړنۍ سروې ترسره شوې

مې 9, 2024
شي جين پينګ د جه جيانګ ولايت له جين هوا ښار څخه لېدنه وکړه

شي جين پينګ د جه جيانګ ولايت له جين هوا ښار څخه لېدنه وکړه

سپتمبر 21, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved