عامې روغتیا وزارت وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا وبا ۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوي دي. روغتیا وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وبا د ۲۹۶ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۱۶ یې مثبت ثابت شوي دي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې له دې سره په هیواد کې د کرونا وبا د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۱۸۶ ته ورسېد. د یاد وزارت د معلوماتو په اساس تر دامهاله له کرونا وبا څخه ۱۴۵۱ تنه مړه شوي دي. د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه په افغانستان کې له کرونا وبا څخه ۳۲۶۱۹ تنه بیرته جوړ شوي دي. روغتیا وزارت تر دې مخکې یو ځل بیا ویلي و که چېرې روغتیايي لارښوونې مراعت نشي د هوا په سړېدو سره د کرونا وبا د یو بلې څپې راتلو امکان شته.












