خلیلزاد وایي ژر به هڅې پيل کړي چې په افغانستان کې دواړه خواوې اوربند او د تاوتریخوالي کمولو ته وهڅوي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله تازه مرکه کې ویلي په افغانستان کې اوسنی روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی. دده په خبره تازه به رسمي هڅې پیل کړي چې طالبان او افغان حکومت د تاوتریخوالي کمولو ته وهڅوي. هغه یو ځل بیا ویلي چې د افغان جګړې د پای لپاره ښکاره نېټه نه شي ټاکلی خو پوره هڅه یې روانه کړې چې روانه جګړه له ټولو ممکنه لارو په افغانستان کې پای ته ورسېږي. خلیلزاد وایي د سولې راتګ او اوربند د افغانانو تر ټولو مهمه غوښتنه ده او ښکېلو لورو ته په کار ده چې د خپلو خلکو دې غوښتنې ته درناوی وکړي.












