په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) ویلي، چې فرانسه د افغانانو د ژوند ښه کولو، طبیعي پېښتو ته د چمتوالي، اقلیمي بدلون سره د مبارزې او اقتصادي خپلواکۍ د پياوړتیا په برخه کې يو ميلیون يورو مرسته کوي. په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام په يوې خبرپاڼې کې ویلي، چې د فرانسې دا مرسته به د شپږو مياشتو لپاره دوی ته زمينه برابره کړي، چې د ۱۱۰۰ څخه زياتي کورنۍ مسلکي ورزوي، د کروندګرو ملاتړ وکړي او د اقليمي بحران په وړاندې لا اغېزناک ګامونه واخلي. د خوړو نړۍوال پروګرام د فرانسې حکومت د یومیلیون یورو مرستې کولو مننه کړې. د یادولو وړ ده، چې د فرانسې حکومت په افغانستان کې دخوړو نړۍوال پروګرام په بېلابېلو برخو کې له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۴ پورې شاوخوا ۵۰ میلیونه یورو مرسته کړې ده.