د پکتیا ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ۳۵ ټنه تاریخ تېره خوراکي او غیر خوراکي توکو د سوځولو خبر ورکړی دی. د مسوولینو په خبره دغه توکي یې د اتو میاشتو په موده کې د یاد ولایت له بېلا بېلو هټیو څخه راټول او د مسوولینو په شتون کې یې سوځولي دي. ځایي چارواکي وایي، هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې تاریخ تېره او بې کیفیته خوراکي او غیرخوراکي توکي پرخلکو وپلوري. د یادونې وړده، چې څه موده وړاندې د پکتیا د عامې روغتیا ریاست مسوولینو له لوري د شاوخوا ۱۰ ټنه تاریخ تېره او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل راټول او سوځول شوي وو.