د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د ۷.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د شکورخانې سړک د پخولو چارې پیل شوې دي. د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ ښاروال مفتي جمالالدین مسرور رسنیو ته ویلي، چې دغه سړک ۴۲۰ متره اوږدوالی او ۱۰ متره سور لري او د ښاروالۍ له پراختیایي بوديجې څخه تمویلېږي. هغه ویلي، چې د دې پروژې ترڅنګ د سړک اړوند کانالونو او پُلچکونو د جوړولو چارې هم روانې دي، چې د ۲ میاشتو په موده کې به بشپړې شي.