د کندز ولایت سیمهییز امنیتي چارواکي وایي چې د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله شپږ ملکي وکړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د کندز امنیه قومنداني وایي، چې دا پېښه نن سهار وختي د علي اباد ولسوالۍ په رمضاني سیمه کې د ملکي وګړو پر تراکتور د سړک غاړې ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده. امنیتي چارواکو د پېښې پړه پر طالبانو اچولې ده خو یادې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































