د هرات ولایتي مسوولین وايي، په پام کې ده چې د کوچنیو صنایعو د ودې په پار کوچنیو متشبثینو لپاره یو صنعتي ښارګوټی جوړ شي. دغه زر جریبه پراخ صنعتي ښارګوټي به د هرات ښار په لویدیځ کې جوړ شي. د هرات د صنایعو او کانونو خونې د مسوولینو په خبره، سلګونه پانګوال د کوچنیو صنایعو په برخه کې پانګونې سره لېوالتیا لري. ورته مهال د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د هېواد بسیاینې او پر بهرنیو توکو د اتکا کمېدو په موخه د کوچنیو صنایعو پراختیا اغېزناکه چاره ده. د هرات د سیمهییزو مسوولینو په خبره، په وروستیو کلونو کې دغه ولایت کې د کوچنيو صنایعو ډېری برخه د ښځو له لوري پرمخ وړل کیږي چې د پام وړ پرمختګ یې لرلی دی.