د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیالۍ خبر ورکړی، چې زیات شمېر کورنیو او بهرنیو پانګهوالو په هېواد کې دننه د بېلابېلو موجودو سرچینو د برېښنا تولید ته چمتووالی ښودلی، چې ځینو یې پانګونه هم پیل کړې ده. د سرچینې د مالوماتو له مخې د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۷ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه. د بلخ ولایت په دهداي ولسوالۍ کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه. په هرات ولایت کې د ۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه. په لغمان ولایت کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه. په هرات ولایت کې د ۴۳.۲ میګاواټه بادي برېښنا پروژه. د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه. د ننګرهار ولایت په شیخ مصري صنعتي پارک کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه. د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ۵۰ میګاواټه ګازي برېښنا پروژه. د یادونې وړ ده، چې د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه عملا ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. اقتصادي مرستیالۍ زیاته کړې، چې یادې پروژې په مجموعي ډول د ۲۶۱ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، چې ۲۳.۷ ملیارده افغانۍ پانګونه په کې کیږي.