د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویلي، چې د ټرانسپورټ وزیر حمیدالله اخندزاده د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي سره په ټرانسپورټي همکاریو خبرې کړې دي. یاد وزارت ویلي، دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د ټرانسپورټ او هوایي چلند برخه کې د خصوصي سکټور د پانګونې او دې سکټور ته د پانګونې د جلبولو په اړه تفصیلي خبرې کړې. بلخوا د متحده عربي اماراتو استازي د افغانستان په یادو برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی. دغه کتنه داسې مهال ترسره کیږي، چې افغانستان اوس له پخوا د پانګوالو لپاره ډاډمن چاپېریال لري، چې تازه چینایي پانګوالو د موټرو د تولید فابریکي پر جوړولو د ۵۰ میلیونه ډالرو پانګونې ته لیوالتیا ښودلې.