ایراني رسنیو د ایران د استثنایي زدهکړو ادارې د رییس، سالار قاسمي له قوله راپور ورکړی، چې اټکل کېږي شاوخوا ۸۰ زره نوي افغان زدهکوونکي د ایران په ښوونځيو کې شامل شي. د راپورونو لهمخې، قاسمي زیاته کړې چې د استثنایي زدهکړو اداره د ۳۴ زره نوو زدهکوونکو د روغتیا ارزونه کړې او اټکل کېږي چې ۸۰ زره افغان زدهکوونکي به د نوي پوهنیز کال لپاره په ایران کې نوملیکنه وکړي.