د غزني ولایت د ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د یاد ولایت د ښار د پنځمې ناحیې اړوند قلع امیر محمد خان سیمه کې د (یو این او پي ایس) موسسې له لوري د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲ سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې دي. د غزني ولایت ښاروال مولوي محمد نبي حمزه ویلي، چې دغه سړکونه د سرتور بابا، نصرت مېنه، توحیدآباد او حسن آباد سیمې له عمومي سړک سره نښلوي، چې د ۱.۲ کیومترو په اوږدوالي او ۶ متره سور سره به په اساسي بڼه د ۳ میاشتو په موده کې جوړ شي.