د چين دولت رئيس شي جين پينګ د می په اوومه نېټه په ځانګړې الوتکه کې مسکو ته ورسېد او له روسيې څخه يې رسمي لیدنه پيل کړه او د پخواني شوروي اتحاد له خوا له وطن څخه د دفاع جګړې د بریا د ۸۰مې کلیزې په مراسمو کې به ګډون وکړي.
ده د روسيې پلازمېنې مسکو په ونوکوو هوايي ډګر کې له ښکته کېدو وروسته کتبي وينا کې رسنیو ته ویلي: چین او روسیه یو د بل ښه ګاونډیان دي او دغه اړیکه به هېڅکله بدلون ونه مومي، چین او روسیه واقعي دوستان دي چې ګډ برخلیک لري، داسې دوستان چې تل يې یو له بل سره دوستي کړې او دواړو لوریو په بریالیتوب سره د دوو لویو ګاونډیانو ترمنځ د سم ګډ ژوند الګو رامنځته کړې ده.
ده دغه راز ویلي چې د چين او روسيې ترمنځ خپلواکې او پخې اړيکې نه يوازې د دواړو هېوادونو خلکو ته ډېرې نيکمرغۍ رسولې، بلکې د نړيوالې ستراتيژۍ ثبات او په نړۍ کې يې د عدالت او مساواتو پر بنسټ ولاړ منظم څو قطبي توب د تامین لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي. روان کال هم د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب اتيایمه کلیزه ده او هم د ملګرو ملتونو د جوړېدو اتيايمه کاليزه ده.
نوموړي زیاته کړې چې د نړۍ د پېچلي بدلېدو په حال کې به چين او روسيه د نړۍ د عمده دوو لويو هېوادونو او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړو په توګه د دويمې نړيوالې جګړې د بريالیتوب د لاسته راوړنو ساتنه وکړي، د ملګرو ملتونو په محور د نړيوال سيستم او نړيوالو قوانينو پر بنسټ پر نړيوال نظام ټينګار لري، له بادارۍ او سياسي له زورواکۍ سره ټينګ مخالفت کوي او څو اړخيزم پلی کوي څو عادلانه او معقول نړيوال اداري سيستم جوړ شي.