د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس، په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) له استازي ډاکټر تاجالدین اویوواله سره کتلي دي. د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې مولوي مطیعالحق خالص ویلي، چې افغانستان د اقلیمي بدلون له جدي پایلو سره مخ دی او د وچکالۍ دوام، بې وخته سېلابونه، د طبیعي منابعو تخریب او د هوا ککړتیا نه یوازې د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو لامل کېږي؛ بلکې د ماشومانو ژوند، روغتیا او زدهکړې هم له خطر سره مخ کوي. هغه د ملګرو ملتو سازمان د اقلیم بدلون د کنوانسیون سکرتریت ته په ملي کچه د افغانستان د ټاکل شوې ونډې (انډيسي -۲) سند په چمتو کولو کې د «یونېسف» د تخنیکي همکارۍ مننه کړې او له یادې ادارې یې د لا زیاتې همکارۍ او ملاتړ غوښتنه کړې ده.