د ټولګټو چارو سرپرست وزیر محمد عیسی ثاني په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره لکتلي دي. د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي، چې په دې ناسته کې د تورغونډۍ بندر د عملي چارو پیل، د نويو هنګرونو جوړول، د مزار–هرات او هرات–کندهار سړکونو د تفصیلي سروې او ډیزاین، او له تورغونډۍ بندر څخه د سوداګریزو انتقالاتو د زیاتوالي په اړه بحث شوی دی. دواړو لورو د اوږدمهالو اقتصادي همکاریو او بنسټیزو پروژو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
































