بهرنیو چارو وزارت په افغانستان د بشپړ امنیت او غوره اقتصاد په تړاو د امریکا د کورني امنیت وزارت وروستۍ اعلامیه یو مثبت اقدام او د شته حقایقو درک او دغه څرګندونې یې د امنیت ټینګښت، اقتصادي ودې او نورو لاستهراوړنو په برخه کې د سرپرست حکومت پر هڅو ښکاره اعتراف بللی دی. د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې له امریکا او نورو هېوادونو سره د هغو افغانانو د راستنېدو په تړاو چې نور په کوربه هېوادونو کې د پاتې کېدو شرایط نه پوره کوي رغنده خبرو اترو ته چمتووالی ښودل شوی. اعلامیه کې ویل شوي، چې موږ د داسې دوه اړخیزو مېکانیزمونو او خپلو وګړو ته د کونسلي خدماتو پر اهمیت ټینګار کوو چې له منل شویو معیارونو سره سم د پیچلتیاوو مخنیوی وکړي، د ملي امنیت اندېښنو ته ځواب ووایي او د راستنېدونکو وګړو عزت او حقونه تضمین کړي.