د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د می د ۱۴مې نېټې په سهار په بېجينګ کې د چيلي له ولسمشر ګابریل بوريک سره وکتل.
شي جين پينګ وویل چې سږ کال د چين او چيلي ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۵۵مې کليزې سره برابر دی. چین او چیلي باید په نوې زمانه کې د هراړخیزو ستراتیژیکو همکاریزو اړیکو پرمختګ ته دوام ورکړي، د چین او لاتیني امریکا د ګډ پرمختګ او د سراسري جنوب د همکارۍ بېلګه بايد جوړه کړي او په ګډه دې د انسانانو سولې او پرمختګ ته وده ورکړي.
بوریک وویل چې چیلي له چین سره اړیکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري. چیلي به د یو چین پېژندنې پر اصل ټینګار وکړي، له چین سره یوځای به څو اړخیزم او د ملګرو ملتونو واک دفاع وکړي، د خبرو اترو له لارې به توپیرونه حل کړي او په ګډه به نړیوال عدالت وساتي.
































