په سرپل کې د ځایي مسوولینو له لوري د ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه د نږدې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ټولګټو پروژو چارې پیل شوې دي. د سرپل مرستیال والي داملا محمد نادر حقجو ویلي، چې په دغه ولایت کې د ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه د ۷ میلیونه ۷۳۵ زره افغانیو په لګښت د یوه سوداګریز مارکېټ او یوه پولګوټي د جوړولو چارې پیل شوي، چې د ۵ میاشتو په موده کې به بشپړې شي. یاد سوداګریز مارکېټ د سرپل سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو او پانګوالو ته د پانګه اچونې په موخه جوړېږي.












