د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د ۱۴۰۳ مالي کال په ترڅ کې یې د جوازونو، لوحو او ښار صفایي له برخو څخه ۶۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د ګذرې ښاروال مفتي جمالالدین مسرور رسنیو ته ویلي چې ښاروالۍ په روان مالي کال کې ۵۰ بېلابېلې لویې او وړې پرمختیایي پروژې پلې کړې او له امله یې د سیمې خلکو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شوې دي. د نوموړي په خبره یادې پروژې د ښار د ښېرازۍ، پاکوالي، د سړکونو جوړولو او خدماتي چارو په برخه کې پلې شوې دي.