د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د یونیسف صندوق په مالي ملاتړ د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د خوارځواکو ماشومانو لپاره یو ۱۰ بستریز مرکز جوړېږي. د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس مولوي شیخ میر صدام رسنیو ته ویلي، چې دغه مرکز به ۶ خونې، یو دهلیز، د څښاک پاکو اوبو او لمریزې برېښنا سیستم ولري او تمه ده، چې د ۷ میاشتو په موده کې بشپړ شي. نوموړي زیاته کړې، چې د یاد مرکز په جوړېدو سره به د سیمې خوارځواکو ماشومانو د درملنې اسانتیاوې رامنځته شي او خلکو ته به د پام وړ روغتیايي خدمات وړاندې شي.