د چین دولت رئیس شي جين پينګ د مې په ۱۴مه نېټه د توګو د نوي ولسمشر په توګه د لوړې په مناسبت ژان ساوي دیتوف ته د مبارکۍ پيغام ولیږه.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې لیکلي، د چین او توګو جمهوریت ترمنځ دوستانه اړیکې له نیمې پېړۍ راهیسې ساتل شوې، دواړو خواوو یو د بل د پام وړ مسئلو کې متقابل کلک ملاتړ کړی او د لوی هېواد او کوچني هېواد ترمنځ د عادلانه تګ راتګ یوه نمونه یې جوړه کړې ده.
شي جين پينګ زیاته کړه چې هغه د چین او توګو د اړیکو ټینګښت ته جدي پاملرنه کوي او غواړي د توګو له مشرانو سره د دواړو هېوادونو د ستراتيژیکو همکاریو اړیکو د لا ټینګښت لپاره په ګډه کوښښونه وکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زیاتې ګټې ورسوي.































