د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي ، د روانې وچکالۍ له کبله په رزګونه کورنۍ کډه شوې، دوی وایي که چیرې په دې ولسوالۍ کې دکانال د رغونې چارې پیل نه شي؛ نوکیدای شي په یاده ولسوالۍ له یو کس هم پاتې نشي. دوی وایي ، د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال دیادې ولسوالۍ د کانال د ایستولو لپاره پلان جوړ شوی وو، خو تراوسه پورې نه دی عملي شوی، دوی په وار وار دا اندېښنه څرګنده کړې، که چیرې کانال ونه خیږي کېدای شي یاده ولسوالۍ په یو مخیز ډول له خلکو تشه شي. د هلمند د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکي په داسې حال کې د کانال د رغولو غوښتنه کوي، چې ددغه ولایت ځایي مسوولینو په وینا د دې ولایت د څلورو شمالۍ ولسوالۍ څخه درواني وچکالۍ له امله ۲ زره کورنۍ کډه شوې، چې ځیني مرکز لښکرګاه ښار او ځيني نورو ولایتونو ته تللي دي.