د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وايي، چې د ملک سلمان خیریه بنسټ په همکارۍ په هرات کې د سترګو د وړیا درملنې څلور ورځنی کمپاین پیل شوی دی. د سرې میاشتې ټولنې د لوېدیځ زون رییس ډاکتر عبدالبصیر رحماني څرګنده کړې، چې په دې کمپاین کې به ۴ زره ناروغان معاینه شي او شاوخوا ۴۰۰ تنه نورو ته وړیا جراحی ترسره شي. د البصر موسسې د همغږۍ مسوول رضوان احمد بلوچ ویلي، چې کمپاین کې د سترګو د ناروغیو تشخیص، د درملو وېش او عینکو ورکول، او د ځانګړو جراحیو ترسره کول شامل دي.